د هرات تخنيکي انسټيټوټ د محصلينو د عملي فعالیتونو بهیر
د هرات ولایت د تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلينو ته د یاد ښوونيز مرکز په ورکشاپ کې د ساختمان او د ساختمان د سیخبندۍ د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
په یادې درسي جلسه کې استاد د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هم مفصل ځوابونه ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په بازار کې دندې ترلاسه کړي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.