د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لنډمهاله حرفوي کورسونو د فراغت غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د کابل ښار په ۱۹مه ناحیه کې د حرفوي کورسونو خیاطۍ له څانګې څه باندې ۴۰ تنه فارغ شول.
د دوی د فراغت په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولینو هم حضور درلود.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په لنډ مهاله حرفوي برنامو کې خياطي، کمپيوټر، موبايل جوړول او داسې نور شامل دي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له يادو برنامو څخه فارغ شوي او په بازار کې د کار خاوندان دي.