د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ولايتونو له تخنيکي آمرینو سره ناسته ترسره کړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د ولايتونو له تخنيکي او مسلکي آمرینو سره وکتل.
په دغې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د ښوونیزو پروګرامونو پر ښه والي ټینګار وشو.
دوی دغه راز خپلې ستونزې او اړتیاوې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت هم په ولایتونو کې د چارو د ښه والي په اړه تخنیکي آمرینو ته لازمې لارښوونې وکړې.