د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه
د بشري سرچینو ریاست د اداري پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته ظرفیت لوړونې دری ورځنې برنامه ترسره شوه.
په دغه برنامه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه څانګې کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو په برخه کې نوي مهارتونه ور زده کیږي.
تر دې وړاندې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې برنامې ترسره شوې دي.