د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه ناسته کې چې د ادارې یو شمېر رئیسانو او آمرینو هم ګډون کړی و، ښاغلي فاضل د تېرو مالي او اداري غونډو په ځینو مسایلو او پرېکړو خبرې وکړې.
دغه راز د اجنډا له مخې د ۱۴۰۲ مالي کال د تدارکاتي پلان، د (NTA) بستونو پر سهمیې، باالمقطع کارکوونکو، اضافه کاری، د تیر کال وجه سردستی اسنادو او د تخینکي او مسلکي زده کړو ادارې د تصاحب او غصب شویو ملکیتونو په اړه بحث وشو.
همدارنګه د دعوت او ارشاد رئیس د لیلیو ملا امامانو برنامې په اړه خبرې وکړې.
د غونډې برخه والو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.