متعددي ناستې د یوې ادارې له ناروغیو څخه دي
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي مشاوريت د ګڼو او غير ضروري غونډو د مخنيوي په موخه ناسته ترسره کړه.
دغه غونډه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیسانو په حضور کې ترسره شوه.
د دې ادارې تخنیکي سلاکار احمد نبي نایل د غیر ضروري ناستو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي نایل بې شمېره او غیر ضروري غونډې د یوې ادارې له ناروغیو څخه وبللې.
په دغه غونډه کې په اداره کې هر ډول غیر ضروري ناستو پر مخنیوی باندې ټینګار وشو.