د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې سرپرست د ناشنوایانو انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په کابل کې د ناشنوایانو له مسلکي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي شهامت د انسټیټوټ له ښوونیزو امکاناتو څخه لیدنه وکړه او د زده کړیالانو ستونزې یې واوریدې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه انسټیټوټ د اړتيا او ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ.