په بلخ کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام په لاره اچول شوی

د بلخ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د مسلکي کارکوونکو د روزلو په برخه کې د هڅو په دوام، د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام په لاره اچول شوي دی.
په یاد پروګرام کې د ادارې او مدیریت مهارتونه د ماسټرو ټرینرانو لخوا په نظري او عملي توګه تدریس کیږي.
د بلخ ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ له دې وړاندې هم د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو لپاره د ظرفیت لوړونې ګڼ پروګرامونه په لاره اچولي دي.