د سیرت النبی (ﷺ) ازموینه د کابل په میخانیکي انسټیټوټ کې واخیستل شوه

د کابل میخانیکي انسټیټوټ فرهنګي کمیټې او استادانو د اسلام د ستر لارښود پیغمبر (ﷺ) د میلاد په مناسبت سیرت نبی (ﷺ) په اړه رقابتي آزموینه واخیسته.
په دې آزموینه کې شاوخوا (۲۴۰) زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د کابل د میخانیکي انسټیټوټ رئیس انجنیر عبدالرحیم حقیار، د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس سید عباس ایوبي د دې ازموینې له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس د دغه ډول پروګرامونو د پيل د هرکلي په ترڅ کې ګډونوال وهڅول، چې د رسول الله (ﷺ) د سيرت په اړه لا زياتې څېړنې وکړي.