په نورستان ولایت کې د محبوسینو لپاره د خیاطۍ څانګې لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو
په نورستان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت د محبس مسوولینو سره په همکارۍ محبوسینو ته د خیاطۍ لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ.
د نورستان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، په یاد روزنیز پروګرام کې ۶۱ تنه محبوسین د خیاطۍ په برخه کې له نظري او عملي زده کړو څخه ګټه پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره هڅه کوي تر څو د هېواد محبوسین بیاځلي ټولنې ته په مثبت بڼه ادغام شي.
