د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!
د میدان وردګو ولایت ټوپ دښتې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې، محصلینو د لاسرسۍ وړ وسایلو په کارولو سره ++C پروګرام د کارولو طریقه په عیني شکل وکتله او د درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.
دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د ++C پروګرام او د یاد پروګرام د کارولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.
