د میدان وردګو ولایت بهسودو کثیرالرشتوي انسټيټوټ د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د میدان وردګو ولايت بهسودو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو ته د ریگ دانه بندۍ د تست کولو په اړه چې په ساختمانی برخو کې ور څخه کار اخیستل کیږي، په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د غلبیلونو په واسطه د جغل او شګو درجه بندي او دانه بندي کولو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.