د خوست میخانیکي انسټیټوټ د زده کړیالانو پرکتیک دوره پیل شوه

د خوست ولایت د میخانیکي انسټیټوټ د بېلابېلو څانګو زده کړیالانو د خپل پرکتیک دورې د تېرولو په موخه دولتي ادارو ته ور وپېژندل شول.
د يادو زده کړیالانو شمېر 162 تنو ته رسېږي او ټاکل شوې چې د يوې مياشتې په موده کې د یاد ولايت د برښنا، مخابراتو او ښاروالۍ په رياستونو کې عملي زده کړې تر لاسه کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له دولتي څانګو سره د زده کوونکو د عملي زده کړو د برابرولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.