ویلډینګ ماشین جوړول

د ننګرهار ميخانيکي انسټیټوټ يو تن نوښتګر استاد زکريا مشتاق له لومړنیو امکاناتو څخه په استفادې د ویلډینګ ماشين جوړ کړی دی.

ښاغلی مشتاق وايي چې د دغه ماشین په جوړولو کې یې له یوه پلاستیکي لوښې، 120 ګرامه مالګې او اوه لیتره اوبو څخه کار اخیستی دی.

د دې ماشین په کارولو سره، د ولډینګ لپاره دوه بریښنایی لینونه اړین دي: یو لین صفرې کرښه ده چې د ویلډینګ لاندې شیانو سره نښلوي، او بله د فاز لین دی چې د اوبو محلول سره نښلول او بل اړخ یې د ویلډینګ سیخ سره وصل کېږي.

ښاغلی مشتاق وايي که دا طریقه وکارول شي نو د ویلډینګ ماشین ته اړتیا نشته.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه تکړه او ماهر ښوونکي لري او د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل د مرکزونو له اصلي موخو څخه دي.

د ویډیو لینک: https://youtu.be/1ZKK_nEoq3o