د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پکتيا له والي سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعزامی پلاوي د پکتیا ولایت له والي الحاج ملا محمد خان داوړ سره وکتل.
دغه پلاوي د پکتیا ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر کړې دی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د خپلې ارزونې پايلې د پکتيا له والي سره شريکې کړې او په دغه ولايت کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت د ښه والي په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پکتيا والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي له څارنې ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د هراړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.