د فارياب د کرنې او وترنرۍ په انسټیټوټ کې د تدريسي وضعیت وڅيړل شو
د فاریاب ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د څارنې او راپور ورکولو مسلکي غړو د دغه ولایت په مرکز کې د کرنې او وترنرۍ له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د لایحو او نصاب په ښه تطبیق ټینګار وکړ او لازمې سپارښتنې یې وکړې.
استادانو هم د ښوونیز څارنې او راپور ورکولو په برخه کې د مسلکي غړو څارنه، مشاهده او لارښوونې اغیزمنې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښه تعلیمي نظام لپاره به په کلکه کار کوي.