د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ پرانیستل شو

دبدخشان ولايت شغنان ولسوالۍکثير الرشتوی انسټیټوټ تخنيکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې پلاوئ په ګډون ديو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.
د بدخشان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نظرمحمد نظري وايي چې په دغه انسټيټوټ کې څه د پاسه ٢٠٠ تنو نوم ليکنه کړې ده.
ښاغلی نظري وايي چې د شغنان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ اوس مهال یوازې د کمپیوټر ساینس څانګه لري.
نوموړي وويل، هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې په دغه انسټيټوټ کې يو شمېر نور څانګې هم شاملې کړي.