تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کمپيوټر ټکنالوژۍ انسټیټوټ (CTI) څخه ليدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کمپيوټر تکنالوژۍ انسټیټوټ (CTI) له درسي ټولګيو (آنلاين او حضوری) او اداري څانګو څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي شهامت د دغه انسټیټوټ د زده کړیالانو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. دوی د درسي موادو نشتوالی او د ښار له مرکز څخه واټن د دوی لویې ننګونې وبللې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ژمنه وکړه، چې د دغه انسټیټوټ ستونزو ته به پاملرنه وکړي.
ښاغلي شهامت زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل:«نننۍ نړۍ د سیالۍ نړۍ ده او تاسو باید د علم او نوي ټکنالوژۍ په زده کړه کې لا زیاته هڅه وکړئ.»
په دې انسټيټيوټ کې ښځينه زده کړیالان په انلاين او نارينه زده کړیالان په حضوری بڼه روزل کېږي.
