په کندهار کې د نویو ګمارل شویو مامورینو لپاره درې میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ شو
د کندهار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د دولتي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په هدف د دغه ولایت د نویو ګمارل شویو مامورینو لپاره درې میاشتنی روزنیز پروګرام جوړ کړ.
دغه پروګرام د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د انسانی سرچینو رئيس مفتي ميرزا محمد زاهد او د کندهار ولايتي چارواکو په شتون کې پرانيستل شو.
دغه روزنیز پروګرام د کندهار تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت له خوا د دغه ولایت د سیمه ییزی اداری په مالي مرسته جوړ شوی وو.
د کندهار ولایت انسانی سرچینو رئيس مفتي ميرزا محمد زاهد دغه پروګرام د نويو ګمارل شويو مامورینو او کارکوونکو لپاره يو زرين چانس وباله. هغه وويل، چې د کندهار والي محمد يوسف وفا د دغه ډول پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي.
په دغه پروګرام کې به د دریو میاشتو لپاره نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت مهارتونه، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونه تدریس شي.
