د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د "مجاهدینو" لپاره درې میاشتنی روزنیزه دوره پیل شوه.
د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت لخوا یو شمیر "مجاهدینو" ته درې میاشتنی روزنیزه دوره پیل شوه.
د بلخ ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين وايي، چې د دغه روزنيزې دورې له جوړېدو څخه يې موخه د افغانستان ا.ا مجاهدينو اداري او مديريتي مهارتونو لوړول دي.
د هغه په وينا، په دې روزنيزه دوره کې يو شمېر هغو "مجاهدينو" ته چې اوسمهال په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي، د ادارې او مديريت مهارتونه، د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو امریت لخوا چې د افغانستان ا.ا «مجاهدینو» د مهارت لوړولو لپاره درې میاشتنې روزنیزه دوره په لاره اچول شوی وه له هغه ډلې څخه ۲۲۲ تنه فارغ شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د افغانستان ا.ا مجاهدینو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه تنظیم کړي.
