د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې مشر د هالنډ هېواد "سپارک" موسسی له استازي سره وکتل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوی غلام حيدر شهامت د هالنډ سپارک موسسی له استازي سره وکتل.
د لیدنې په ترڅ کې د "سپارک" موسسې استازي خبرې وکړې او ويې ويل، چې له دې لیدنې څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د روزنيزو څانګو او د اړتياوو ارزونه ده.
ښاغلی شهامت په دې ناسته کې وويل، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د خپلو ښوونيزو خدمتونو د کيفيت د لوړولو په لټه کې دى او په دې برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري.
هغه زیاته کړه، "موږ په افغانستان او سیمه کې د کار بازار هراړخیز احصایې ته اړتیا لرو، ترڅو وکولای شو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په هغه څانګو تمرکز وکړو چې د کار بازار ورته اړتیا لري."
د سپارک موسسې استازي زیاته کړه چې دغه موسسه د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او فلسطین په ګډون په عربي هېوادونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو روزنیزو مرکزونو کې د کار کولو تجربه لري.
نوموړي د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د لوړولو په موخه د دغو تجربو شریکولو ته چمتووالی و ښود.
په وروستيو کې ښاغلی شهامت د تعلیمی نصاب، استادانو ظرفيت لوړولو او د تخنيکي او مسلکي ادارې بېلابېلو څانګو د تجهيز په برخه کې د سپارک موسسی د همکارۍ غوښتنه وکړه.