د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کوونکو ته عملي زده کړو زمینه برابره شوه
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت په دغه ولایت کې د برښنا شرکت سره د زده کوونکو لپاره د عملي زده کړو د برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه ليک د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي نورالله صلاح الدين او د بلخ د برښنا د رئيس مولوي سردار ولي ثاقب ترمنځ لاسليک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کوونکی او زده کړیالان کولای شي، چې په بلخ کې د برښنا په شرکت کې خپله پرکتیک دورې عملی زده کړې ترسره کړي.
