د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری ادارې غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری اداري غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تېرې اداري غونډو پرېکړو تعقیب او د بېلابېلو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر اړتیاوو هم خبرې وشوې.
په دې غونډه کې خدماتو او املاکو، مالی او حسابی ریاستونو او تدارکاتو امریت ته دنده وسپارل شوه چې د انسټیټونو د اوبو د کمښت د حل په موخه د څاګانو کیندلو پروژې پلي کړي.
د مالی او حسابی ریاست ته هم دنده وسپارل شوه چې د ادارې اړتیاوو پوره کولو په موخه وجه سردستی بودجې لپاره مالیې وزارت ته وړاندیز وکړي.
همدارنګه د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ټولو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د جنسي او ترمیماتی اړتیاوو وړاندیزونه دې راټول او د اړتیاوو له ارزونې وروسته دې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
