د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کمپیوټر ساینس انستیتوت له امر سره ولیدل!
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې مشرمولوی غلام حيدر شهامت د کمپيوټر ساينس انسټیټوټ له امر تاج محمد تلاش سره وکتل.
د غونډې په ترڅ کې ښاغلي تلاش د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې د ځان بسیاینې او ودې لپاره طرحه وړاندې کړه.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادراې سرپرست د طرحې مهم ټکي واورېدل او ويې ويل، چې د هغې ګټو په اړوند به يې غور وکړي.
ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له ادارې نورو چارواکو هم وغوښتل چې د دې ادراې د ودې لپاره خپل پلانونه وړاندې کړي.
