د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د ننګرهار ولایت د عالې لیسو او انسټیټونو له آمرینو سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مفتي فضل الرحمن فاضل د ننګرهار ولايت د عالې لېسو او انسټیټونو له امرینو سره وکتل.
په دغه ناسته کې د ننګرهار د ښوونځیو او انسټیټونو چارواکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره شریک کړل.
دوی وویل، که څه هم په ننګرهار کې د روزنې ښه تجهیزات شته؛ خو په دغه ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو شمېر مرکزونه د تدریسی ودانيو له کمښت سره مخ دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر ښاغلی فاضل وويل، چې د ستونزو د هوارولو لپاره هڅې روانې دي.
هغه زياته کړه، چې د پخوا په څېر به زده کوونکو او زده کړیالانو ته بدل اعاشه ورکول کېږي، او هر ولايت به د ښوونکو د کمښت د له منځه وړلو لپاره خالي بستونه اعلان ته وسپاری.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر زياته کړه، چې د انسټیټوټ د ودانيو د نشتوالي ستونزه هم تر څېړنې لاندې ده او ډېر ژر به حل شي.
هغه زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت سره د انسټیټونو فارغانو لپاره د ځانګړې ازموینې په اړه مشورې روانې دي.
