د اروپايي ټولنې له استازي سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د سرپرست رییس لیدنه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری د سرپرست رئيس ښاغلی مفتي فضل الرحمن فاضل د اروپايي ټولنې له استازي ښاغلی محمد العزيزي سره په خپل کاری دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د کاربردی علومو د پوهنتون جوړولو په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری پر پلانونو خبرې وشوې.
ښاغلي فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د پروګرامونو په وړاندې کولو سره وویل چې د کاربردی علومو د پوهنتون جوړولو ټول کارونه بشپړ شوي او د دغه پوهنتون د کار پیل ملاتړ ته اړتیا لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری سرپرست له اروپايي ټولنې و غوښتل ترڅو ددی اداری له انسټیټونو په ځانګړې توګه د ځانګړو زده کړو د ښوونیزو مرکزونو د تجهیزاتو په برابرولو کې له نوموړی اداری سره همکاري وکړی.
د اروپايي ټولنې استازي ددی لیدنی موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو، لیدلور او اړتیاوو درک کول وبلل.
هغه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلانونو هرکلى وکړ او د دغه اداری او اروپايي ټولنې ترمنځ يې پر همغږۍ ټينګار وکړ.
