د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدکړو له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وشوه
د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست محترم مفتي فضل الرحمن فاضل کندهار ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زدکړو له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه .
د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدکړو آمر ښاغلی سید سمیع الله قریشی چې په دې لیدنه کې یې د محترم فاضل صاحب ملتیا کوله، د یاد ولایت د مرکزي میخانیکي انسټیټوټ، د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ ورکشاپونو، حفظ المیوه زراعت لېسې او مرکزي تجارت لېسې له استادانو، اداري کارکوونکو او مسوولانو سره ولیدل.
محترم مفتي صاحب د پرتو ستونزو د حل په موخه هغوی ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې ورکشاپونه د عملي زدکړو په برخه کې خورا اهمیت لري او تجهیز یې هم اړین دی.
د تخنکی او مسلکی ادارې رییس، د اړوندو تشکیلاتو د بشپړولو په برخه کې هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
