په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په وړاندیز او د ریاستالوزراء محترم مقام په منظورۍ په میدان وردګو ولایت کې جوړېږي.
د یادونې وړ ده، چې د آبکزار انسټیټوټ به د کمپیوټر ساینس، انجنیري او الکترومېخانیک په برخو کې فعالیت کوي او ټاکل شوې ده، چې په لومړي پړاو کې د کمپیوټر ساینس په څانګه کې محصلین جذب کړي.
د مسؤولینو په وینا، د دغه ښوونیز مرکز د ودانۍ چارې به د روان کال د قوس میاشتې تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
