د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار پیل شو
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت مسئولین وایي چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو د کرنې څانګې د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی سیمینار پیل شو.
د دغه روزنیز پروګرام موخه د کرنې د څانګې د استادانو د مسلکي او تدریسي وړتیاوو لوړول بلل شوې ده.
د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر، الحاج مولوي محمد طاهر جلالي، د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړول د باکیفیته او معیاري زدهکړو د وړاندې کولو له مهمو لاملونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې استادان باید خپل علمي او مسلکي مهارتونه په دوامداره توګه پیاوړي کړي.
نوموړي د کرنې برخې اهمیت ته په اشارې وویل چې د دې برخې د استادانو د ظرفیت لوړول کولای شي د زدهکوونکو پر عملي او مسلکي زدهکړو مثبت او دوامدار اغېز ولري.
د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د ننګرهار د زراعت او وترنرۍ انستیتیوت د استاد، مسرور کوټوال، له لوري وړاندې کېږي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د کرنې په بېلابېلو برخو کې اړینې مسلکي او عملي زدهکړې ورکړل شي.
