د درسي لکچرنوټونو د تألیف او تدوین لپاره د همکارۍ اعلان

media_admin

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست، د ښوونیز نصاب د پراختیا، تألیف او ژباړې آمریت د تخنیک تخصص له لارې، په پام کې لري چې د انسټیټیوټ دورې د میخانیک انجینرۍ څانګې د (ماشین جوړونې ټکنالوژۍ او فلزي صنایعو) څانګه اړوند درسي مضمونونو لکچرنوټونه د ضمیمه شوي جدول پر بنسټ، د هرې پاڼې په بدل کې د ۲۳۰ (دوه سوه دېرش) افغانیو حق‌الزحمې په ورکړې سره، د ۱۴۰۵/۴/۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۸/۳۰ نېټې پورې تألیف او تدوین کړي.

له همدې امله، د امارتي ادارو او خصوصي سکټور ټولو هغو استادانو، متخصصینو او وړ اشخاصو ته چې په اړوند څانګه کې لږ تر لږه د لیسانس سند او د درسي لکچرنوټونو له تألیف او تدوین سره لېوالتیا ولري بلنه ورکول کېږي، څو د ۱۴۰۵/۴/۱ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۲۰نېټې پورې د غوښتنلیک د ثبت او اړوندو اجراآتو د بشپړولو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست ته مراجعه وکړي.

د ټاکنې شرایط او مراحل

۱. غوښتونکي به د لومړنۍ ارزونې له بشپړېدو وروسته، د لکچرنوټونو د تألیف او تدوین د اصولو او اړوندو لارښوونو په اړه روزنه او لازمې سپارښتنې ترلاسه کړي.

۲. په دویم پړاو کې به د ارزونې په موخه د لکچرنوټ لومړی فصل نوماند ته وسپارل شي.

۳. که چېرې چمتو شوې محتوا د ښوونیز نصاب او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لکچرنوټ لیکنې له اصولو او معیارونو سره سمون ولري، له نوماند سره به د تألیف او تدوین رسمي قرارداد لاسلیک شي.

۴. که چمتو شوې محتوا له ټاکل شویو معیارونو او اصولو سره مطابقت ونه لري، نوماند به د تألیف او تدوین لپاره ونه ټاکل شي.

علاقه‌مندان کولای شي د لا زیاتو معلوماتو او اړینو لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې د ښوونیز نصاب ریاست ته مراجعه وکړي.

Documents

د میخانیک انجینرۍ څانګې د درسي مضمونونو لکچرنوټونو جدول