د لغمان په ښار جوړونې ریاست کې زدهکوونکو عملي زدهکړه ترلاسه کړه
د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټيوټ ساختماني څانګې زدهکوونکو د خپلو عملي زدهکړو یوه برخه د یاد ولایت ښار جوړونې په ریاست کې ترسره کړه.
د اړوندې څانګې استاد په یوه درسي جلسه کې د ودانیو جوړولو پړاوونو او اړوندو موضوعاتو په اړه زدهکوونکو ته لازم معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې عملي ځوابونه ورکړل.
د دې روزنیز پروګرام ګډونوال وایي چې د عملي زدهکړو زمینې برابرول ډېر ګټور دي او د دې ډول پروګرامونو د لا پیاوړتیا غوښتنه کوي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
