د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لیسې د ودانۍ ترمیم او بیا رغونه
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ختیځ زون ریاست مسؤلین وایي، چې د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لیسې د ودانۍ ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې دي.
د دوی په وینا، د دغه تعلیمي مرکز د ترمیم لګښت شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د یوه خیریه بنسټ لهخوا تمویلېږي.
د یادونې وړ ده، چې د نورګل ولسوالۍ، کثیرالرشتوي لیسې د ترمیم او بیا رغونې پروګرام کې د کړکیو او دروازو جوړول او د دې تعلیمي مرکز د ودانۍ رنګمالی شامل دي.
د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسه، چې په دوو پوړونو جوړه شوې وه، د دغه ولایت د وروستي شدیدې زلزلې له امله زیانمنه شوې ده.
