د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له حرفوي پروګرام څخه د لسګونو زدهکوونکو فراغت
د پکتیا ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلین وایې چې د تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ له حرفوي پروګرام څخه شاوخوا ۳۰ زدهکوونکي فارغ شوي دي.
دغه زدهکوونکو د کمپیوټر ترمیم په رشته کې درې میاشتنۍ عملي او نظري زدهکړې ترلاسه کړې دي.
له دې برنامې فارغ شوي زدهکوونکي وايي چې اوس دوی د کار په بازار کې د کار کولو وړتیا ترلاسه کړې ده او کولی شي له دې لارې خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړي.
دا پروګرام په داسې حال کې پای ته ورسېد چې تر اوسه زرګونه کسان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له بېلابېلو حرفوي پروګرامونو څخه فارغ شوي دي او ډېری یې په بازار کې په کار بوخت دي.
