د سرپل ولایت د برښنا تخنیکي او مسلکي لیسې زده کوونکو ته د ټرانسفارمر په اړه روزنه ورکړل شوه
د سرپل ولایت د برښنا تخنیکي او مسلکي لیسې د دولسم ټولګي زدهکوونکو د پرکتیک دورې په قالب کې د یاد ولایت بریښنا ریاست ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د ټرانسفارمرونو د ډولونو په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد او د بریښنا ریاست مسولینو د زده کوونکو پوښتنو او سوالونو ته هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغين په مستقيم ډول د کار بازار ته جذبيږي.
