د پلان او همغږۍ ریاست په افغانستان کې د آقا خان بنسټ له استازو سره ناسته ترسره کړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست په افغانستان کې د آقا خان بنسټ له چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو د ګډې همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.
د آقا خان بنسټ استازو د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست له سرپرست سره د ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دغه بنسټ پر یوې طرحې کار کوي چې ددې طرحې په اساس به د ځوانانو لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.
نوموړو د پلان ریاست څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپلې اړتیاوې د آقا خان له بنسټ سره شریکې کړي.
په همدې حال کې،د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د آقا خان بنسټ د همکاریو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې د یادې ادارې سره د خصوصي موسسو همکاري باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژیک پلان پر بنسټ همغږي او تنظیم شي.
په دې غونډه کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او په دې برخه کې اړین تصمیمونه هم ونیول شول.