د لوګر ولایت په محمدآغې کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د کمپیوټر ترمیم لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو
د لوګر ولایت اړوند د محمداغې ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د کمپیوټر ترمیم درې میاشتنۍ لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو.
د یاد پروګرام په پیل کې د دغه ښوونیز مرکز مسوولینو له زده کوونکو وغوښتل چې د یاد پروګرام په اهمیت پوه شي او له دې پروګرام څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي.
لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اساسي پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، دا پروګرامونه په هیواد کې د اشتغال زايي او د بې وزلۍ د کمولو په موخه ترسره کیږي.