د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د سمنګان ولایت د خُلم کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د زعفرانو د کښت او پالنې په اړه مفصل معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.