د میدان وردګو ولایت ټوپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ ممتاز محصلین تقدیر شول

د میدان وردګو ولایت ټوپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د یاد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ممتازو فارغانو د تقدیر مراسم ترسره کړل.
په دې مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو مقاماتو، علماء کرامو او متنفذینو هم حضور درلود.
په یادو مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د ټوپ کثیرالرشتوي انسټيټوټ آمر انجنیر ویس الله عظیمي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
انجنير عظيمي زياته کړه چې د ماهرو ځواک روزنه د یادې ادارې له اساسي موخو څخه ده.
د مراسمو په دوام کې، نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ياد پروګرام ممتازو فارغانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.