د میدان وردګو ولایت د ډاکتر عبدالاوکیل کثیرالرشتوي انسټيټوټ

د میدان وردګو ولایت د ډاکتر عبدالاوکیل کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې د لیسې په کچه تاسیس شو، او په ۱۳۹۰ هجری لمریز کال کې یې د انسټیټوټ په کچه ارتقا ورکړل شوه، چې د لسم(۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولګي پورې د (لیسې او انسټيټوټ دوره) کې د ادارې او تجارت، کمپيوټرساینس او کرنې په څانګو کې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابروي.

اساسی ( زیر بنایی ) معلومات:

دا انسټيټوټ دوه بابه دوه پوړه ودانۍ لري، تدریسي تعمیر او لیلیه چې تدریسي تعمیر یې (۱۶) درسي خونې، (۹) اداري خونې او یو باب طعام خانه لري، همدارنګه د اوبو، برق او ورزشي ډګر په امکاناتو سمبال انسټيټوټ دی.

د جوړښت اړوند معلومات :

د میدان وردګو ولایت د ډاکتر عبدالاوکیل کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې (۱۵) تنه کارکوونکي لري، چې (۶) تنه استادان، (۵) تنه اداري کارکوونکي او (۴) تنه خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.

د جنسیت له مخې د استادانو تفکیک:

دا انسټيټوټ (۶) تنه استادان لري چې ټول استادان یې د نارینه طبقې څخه دي.

کمپوټرلب، لابراتوار او ورکشاپ:

نوموړی انسټيټوټ د زده کوونکو او محصلینو د عملي زده کړو لپاره دوه بابه مجهز کمپیوټر لب، یو باب مجهز لابراتوار او یو مجهز ورکشاپ لري.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ څلور(۳) څانګې ( کمپيوټرساینس، کرنه او اداره او تجارت) لري او (۱۵۵) تنه محصلین په یادو څانګو کې کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه:

د یاد انسټيټوټ د (۱۵۵) تنه محصلینو له جملې څخه (۱۹) تنه یې د بدل اعاشې په لیست کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

 دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.