یوې مرستندویې موسسې په غزني کې د ځانګړو زده کړو زده کوونکو ته درسي مواد وویشل

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي وايي، چې د "کوار" په نوم یوې ښوونیزې موسسې د دغه ولایت د ځانګړو زده کړو پر ناشنوا زده کوونکو درسي توکي او قرطاسیه ووېشله.
په مرسته شویو توکو کې د ښوونځي کڅوړې، کتابچې او قلمونه شامل دي، چې ۵۰ تنه د یادو توکو څخه مستفید شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اورېدلو او د ليد د معيوبينو د ښوونې او روزنې ځانګړي مرکزونه لري.