د سرخرود د کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو د کیمیاوي تعامل په اړه عملي روزنه
د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې زده کوونکو ته د کیمیاوي عناصرو د تعامل په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد په دې درسي جلسه کې زده کوونکو ته د پوتاشیم او سوډیم عناصرو د څرنګوالي په اړه په عملي ډول معلومات ورکړل.
همدارنګه په دې درسي جلسه کې د زده کوونکو ټولو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
