د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه

د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال تأسیس شوې ده، چې د ساختماني په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه خپله ځانګړې ودانۍ نه لري د یاد ولایت دارالعلوم په ودانۍ کې خپلې اداري او تدریسي خونې لري.

جوړښت اړوند معلومات: د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ټوله کې (۸) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۳) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه کې (۳) تنه نارینه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي.

تحصیلي څانګې: یاده لېسه (۱) څانګه (ساختماني) لري، چې (۵۱) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په یادو څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: دغه لېسه کې (۵۱) تنه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.