د سرپل، د نفت او ګازو انستیتوت وضعیت و څېړل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي له لوري د سرپل ولایت، د نفت او ګازو مسلکي انستیتوت وضعیت و څېړل شو.
هغوی د یاد مرکز له ښوونیزو ورکشاپونو څخه لیدنه وکړه او ټول اسناد یې وڅېړل.
همدااوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی د ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د سرپل په ولایت کې دی.
مخکې هم، هغوی د فاریاب او جوزجان ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه لیدنه وکړه، او په پلان کې ده چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.
