خبرتیا

media_admin
خبرتیا

د افغانستان د غوره نوښتونو او خلاقیتونو لومړنی ملي نندارتون ترسره کېږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د غوره نوښتونو او خلاقیتونو لومړنی ملي نندارتون ترسره کوي.

په دغه نندارتون کې به د هېواد اختراع کوونکو نوښتونه او خلاقیتونه نندارې ته وړاندې شي.

نو له دې امله د هېواد نوښتګر او اختراع کوونکي کولای شي په دغه نندارتون کې د خپلو طرحو او پروژو نندارې ته د وړاندې کولو په موخه تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره شریک کړي.

 دغه نندارتون به د روان کال د لړم د میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره شي.