د بلخ ولايت تخنيکي آمر ددغه ولايت له والي سره وکتل
د بلخ ولایت تخنيکي آمر مولوي نورالله صلاح الدین امیني د یاد ولایت له والي مولوي محمد یوسف وفا سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې مولوي امیني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او برنامو په اړه خبرې وکړې او د مجاهدینو د روزنې طرحه یې تشریح کړه.
د بلخ والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د مجاهدينو روزنيزه طرحه يو ښه نوښت وباله او ژمنه يې وکړه چې د پلي کېدو په برخه کې به ورسره همکاري وکړي.