د جوزجان په تخنیکي انسټیټوټ کې د زده کوونکو عملي زده کړې

د جوزجان ولایت د تخنیکي انسټیټوټ، برق څانګې د یوولسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو په جریان کې د برق د سویچ او برقي میتر نصبول زده کړل.
په دغه درسي جلسه کې لارښود استاد، د یو پُله او دوه پُله سویچ نصب کول زده کوونکو ته په عملي بڼه وښودل.
د تخنیکی او مسلکي زده کړو د مرکزونو ۶۰ سلنه زده کړې په عملي بڼه ترسره کیږي، همدارنګه هغوی له فراغت وروسته د کارپیداکولو توان او وړتیا پیدا کوي.