د ښوونځیو او انسټیټونو چارو نوی آمر معرفي شو
مولوي دادالحق محمدي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو ریاست د ښوونځیو او انسټیټونو چارو نوي آمر په صفت معرفي شو.
د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله قاسمي د ښوونځيو او انسټیټونو د نوي آمر معرفي کولو په مراسمو کې وويل، چې د وظيفې مسووليت يو الهي امانت دى او بايد په ښه توګه ترسره شي.
ښاغلی محمدي د لیسانس تر کچې لوړې زده کړي کړي دي.