د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د تجديد وړ انرژۍ د اتحاديې له رئيس سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د تجدید وړ انرژۍ د اتحاديې له اجرائيه رئيس انجنير محمد شريف عظيمي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د لمریزې انرژۍ په برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله کورسونو په لاره اچولو په هکله خبرې وشوې.
په پام کې ده، چې دغه کورسونه به ډېر ژر د اوبو او انرژۍ انسټيټوټ او د تجدید وړ انرژی اتحادیې په همغږي او همکارۍ پیل شي.