د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه
د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسه په ۱۳۹۹ هجرې لمریز کال کې تاسیس شوی، چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۰) څخه تر دولسم (۱۲) ټولکي پورې (لېسې دوره) کې زده کوونکي په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.
لومړنې معلومات: د خیرکوټ ولسوالی کثیرالرشتوی لېسې ودانۍ ( ۳) درسی خوني او همدارنګه سولري برښنا لري.
جوړښت اړوند معلومات: د خیرکوټ ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه په ټوله کې (۷) کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.
جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د خیرکوټ ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.
تحصیلي څانګې: یاده لیسه (۱) څانګه (عمومی کرنه) لري. چې (۳۳) تنه زده کوونکي په دغه څانګه کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
بدل اعاشه: د خیرکوټ ولسوالی کثیرالرشتوی لیسه کې (۳۳) تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (۵) تنه د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.