د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزي ودانۍ کې د تېلو د ټانک پرانېسته
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزي ودانۍ کې د تیلو ټانک پرانستل شو.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خدماتو او املاکو رئيس مفتي سید محسن سادات وايي، د تېلو دغه ټانک د وخت د ضايع کېدو د مخنيوي، د اسانتيا رامنځته کولو، په مصرف کې د کموالي او د تېلو د کيفيت او شفافيت د تامين په موخه جوړ شوى دى.
د تېلو د دغه ټانک پر جوړولو څه باندې څلور میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اړتيا وړ تېل به له دغه تېلو ټانک څخه ورکول کېږي.